د کابل او عشق اباد چارواکو د نفت او ګازو انتقال پر زیاتېدو خبرې کړې

د کابل او عشق اباد چارواکو د نفت او ګازو انتقال پر زیاتېدو خبرې کړې افغانستان
ترکمنستان کې د افغانستان سفیر د ترکمنستان ولسمشر مرستیال سره کتنه کې

ترکمنستان کې د افغانستان سفیر فضل محمد صابر د نفت او ګازو چارو کې د ترکمنستان ولسمشر مرستیال باتر امان اف سره کتلي دي.

ترکمنستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د نفت او ګازو برخه کې د سترو بنسټیزو پروژو پر زیاتېدو په ځانګړي ډول ټاپي پروژه کې د پانګونې تطبیق او نفت او ګازو انتقال پر زیاتېدو خبرې کړې دي.

دې کتنه کې یادو چارواکو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو پروژو د پلي کولو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو هم ټینګار کړی.

د یادونې ده، چې تېرو څه باندې درېیو کلونو کې په بېلابېلو هېوادونو کې د اسلامي امارت ډيپلوماټیکو استازولیو هڅه کړې، چې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د بهرنیو پانګوالو جذب سره د هېواد اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.

تړلي موضوعات