د تشبثاتو ملاتړ او پیاوړتیا په موخه ۱۵موسسو سره هوکړې لاسلیک شوې
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تشبثاتو سکټور څخه د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه له ۱۵ ملي او نړېوالو موسسو سره د همکارۍ هوکړي لاسلیک کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبر له مخې دغه ۱۵موسسې به ۱۶ ولایتونو کې له تشبثاتو د ملاتړ په موخه د ۱۲میلیونه ۴۷۴زره ډالرو په ارزښت پراختیايي او ښوونیزې پروژې پلي کوي.
د خبر له مخې دغو پروژو کې کې کارموندنه، پرمختګ، د غالیو صنعت وده، د و جواهراتو او لاسي صنایعو وده، د کوچنیو او منځنیو صنعتونو پر وړاندې د خنډو پېژندنه، کورنیو لبنیاتو، سربزیجاتو، او نورو اړتیا وړ توکو پروسس برخه کې اړمنو ته د روزنې او هغوی د اړتیا وړ وسایلو برابرول شامل دي.
دغه راز د پستې بسته بندۍ برخه کې روزنه او مالي سواد، پستې اړوند ماشینونو اخېستل او کوچنیو او منځنیو متشبثیتو ته د سولرې سیستم جوړونه هم د دغو پروژو برخه دي.
د معلوماتو له مخې له دغو پروژو به ۱۶ ولایتونو کې ۷زره ۶۷۳تنه ګټه واخلي.