روسي او ازبیک چارواکو افغانستان سره پر ګډې همکارۍ ټېنګار وکړ

روسي او ازبیک چارواکو افغانستان سره پر ګډې همکارۍ ټېنګار وکړ افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

د ازبیکستان اوز ډیلي خبر ورکړی، چې د افغانستان په چارو کې د ازبیکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف او په دې هېواد کې د روسیې سفیر اولګ مالګینوف د افغانستان سره په ګډې همکارۍ او د سیمې د امنیت په اړه خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان اقتصادي او ټولنیزې بیارغونې په لاره کې د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

سرچينه زياتوي، دغه ناسته دوه ورځې وړاندې تاشکند کې جوړه شوې وه.

تړلي موضوعات