د تورخم جګړه کې د حریت راډيو خبریال په ګډون درې خبریالان ټپيان شوي

د تورخم جګړه کې د حریت راډيو خبریال په ګډون درې خبریالان ټپيان شوي افغانستان

نن مازدیګر تورخم کې د پاکستاني ملېشو توغول شویو هاوان مرمېو لګېدو له کبله د حریت راډيو خبریال عزیزالحسن نعماني، د شمشاد تلوېزیون خبريال هدايت شاه هدايت او د پژواک خبري اژانس تصویر اخیستونکی ولي محمد شینواری ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وايي، چې یاد خبریالان روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د یادونې ده، چې تورخم کې یو ځل بیا ماسپښین مهال د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر منځ نښته پیل شوه، چې پاکستاني لوري هڅه کړې دې غاړې ته ملکي اهداف په نښه کړي.

تړلي موضوعات