تورخم کې یو ځل بیا د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې

تورخم کې یو ځل بیا د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې افغانستان
تورخم کې د افغا ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ تازه نښته

تورخم کې ځایي سرچینو ویلي، نن چهارشنبه شاوخوا ۱۲ بجې د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته پيل شوې.

د سرچینې په خبره، نښته وروسته له هغې پيل شوه، چې افغان لوري د خپلو پوځي تاسیساتو په جوړولو کار پیل کړ، چې پاکستاني لوري پرې ډزې کړې دي.

د سرچینې په وینا د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې د پاکستاني لورې پوستې په نښه کړې، چې دا مهال یې تر ټولو مهمه د اوبو پوسته تر سختو ګوزارونو لاندې نیولې ده.

دا په تېرو څو ورځو کې پرلپسې درېیم ځل دې، چې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ تورخم کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه نښتې رامنځته کېږي.

تړلي موضوعات