تخار کې امنیتي ځواکونو زرګونه کیلوګرامه تریاک نیولي دي
د کورنیو چارو وزارت ویاند خبر ورکړی، چې تخار ولایت نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د یو پلټونکي عملیاتو پایله کې ۶ زره او ۲۹۹ کیلوګرامه تریاک نیولي دي.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې دا تریاک د تخار مرکز تالقان د خطایان سېمې په مربوطاتو کې نیول شوي دي، چې د ګازو په یو ټانکر کې په مهارت ځای په ځای شوي وو.
نوموړي زیاته کړې، په دې تړاو دوه تنه نیول شوي دي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته د نشه يي توکو کرکیلې او قاچاق پر وړاندې بې سارې جدي مبارزه پیل شوه، چې دمګړۍ هېواد کې د نشه يي توکو کرکیله، پیر او پلور تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.