تېره اونۍ کندهار کې د نشه یي توکو پر ضد ۴۹ پلټونکي عملیات ترسره شوي

تېره اونۍ کندهار کې د نشه یي توکو پر ضد ۴۹ پلټونکي عملیات ترسره شوي افغانستان
انځور ارشیف

د کندهار ولایت رسنیز دفتر وايي، د دغه ولایت امنیه قومنداني د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په تېره یوه اونۍ کې د کندهار یو شمېر حوزو او ولسوالیو کې ۴۹ پلټونکي عملیات ترسره کړي.

سرچینه وايي، د یادو عملیاتو په ترڅ کې یې د نشه يي توکو ۱۲ تورن کاروباریان هم نيولي دي.

خبر پاڼه کې راغلي، په دغو عملیاتو کې هیروین، ښیښه، کا او زیکپ ګولۍ، چرس نیولو سربېره ۸ جریبه کرنیزه ځمکه هم د کوکنارو له کښت پاکه کړې.

یاده دې وي، چې کندهار کې د اسلامي امارت ځواکونو د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې سربېره تازه ۹۰ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان را ټول کړي او د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته ور پېژندلي دي.

تړلي موضوعات