تورخم کې تېره شپه ناوخته د افغان او پاکستاني لوريو ترمنځ نښته شوې

تورخم کې تېره شپه ناوخته د افغان او پاکستاني لوريو ترمنځ نښته شوې افغانستان
تورخم کې د افغان او پاکستاني لوریو ترمنځ نښته شوې

ننګرهار کې د حریت راډیو خبریال تورخم کې ځایي سرچینو له قوله ویلي، د دواړو لوریو دغه نښته وروسته له هغې شوې، چې افغان پوله ساتو ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پوسته جوړوله، چې پاکستاني لوري پرې ډزې کړې دي.

د سرچینو په خبره، افغان ځواکونو هم په ځوابي برید لاس پورې کړی.

تر اوسه دې نښته کې دواړو خواوو ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وروسته له هغې نښته شوې، چې تېره ورځ تورخم کې د اسلامي امارت کمیسار ملا عبدالجبار حکمت وویل، چې پاکستاني لوري سره یې د تورخم دروازې د خلاصون په اړه خبرې کړې دي.

د ننګرهار مرستیال والي، هم پاکستاني لوري سره خبرې مثبتې بللې وې، او د دروازې د خلاصون هیله یې ښودلې وه.

د تورخم دروازه له نن څخه ۱۰ ورځې وړاندې پاکستاني لوري وروسته له هغې د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله، چې افغان ځواکونو غوښتل د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پوځي تاسیسات جوړ کړي.

تړلي موضوعات