د ټرمپ او زیلنسکي کتنه په لفظي شخړه اوښتې؛ تړون پاتې شوی
د اوکرايین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ کتنه له سختو لفظي شخړو سره مل وه، تر دې چې زیلنسکي ټرمپ ته ویلي، تا زه د سپکاوي لپاره سپینې ماڼۍ ته رابللی یم.
دا لیدنه چې شاوخوا یوه ساعت او ۲۰ دقیقې یې دوام کړی، د ټرمپ او د هغه د مرستیال له لوري د زیلنسکي پر وړاندې د سپکاوي ډکو خبرو له امله، د اوکرایيني او امریکايي چارواکو ترمنځ توند بحث ته اوښتې ده.
ټرمپ زيلنسکي ته ویلي، « ته د درېیم نړېوال جنګ د پیل په لټه کې یې او تا اوس هر څه بایللي دي، ته ډېر بد حال کې یې او تا د میلیونونو وګړو په سر قمار وواهه. ». په عین حال کې زیلنسکي بیا ټرمپ ته په ځواب کې ویلي چې تا زه د سپکاوي لپاره سپینه ماڼۍ ته دعوت کړی یم.
د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه "تروت " کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې زيلنسکي د سولې لپاره تېار نه دی او فکر کوي چې د امریکا ملاتړ به هغه ته په مذاکراتو کې برتري ورکړي.
د نړېوالو اړیکو کارپوهان باور لري چې امریکا له خپلو متحدینو سره ډېری وخت فرېبکارانه او ځان غوښتونکې اړیکې ساتي دوی وایي، امریکا ظاهراً خپلو متحدینو ته د سیاسي او نظامي مرستو ژمنې ورکوي، خو په حقیقت کې تل خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوي.
ټاکل شوې وه چې له دې لیدنې وروسته ټرمپ او زیلنسکي د اوکرایين د معدني سرچینو په اړه یوه هوکړه لاسلیک کړي او ګډه خبري ناسته وکړي، خو دواړه پروګرامونه لغوه شوي دي.