د حریت اونیزې ځانګړې ۹۹ یمه ګڼه چاپ او خپره شوه

د حریت اونیزې ځانګړې ۹۹ یمه ګڼه چاپ او خپره شوه افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

نن ورځ د حریت اونیزې ځانګړې ۹۹ یمه ګڼه ( د ۱۴۰۳ ل د کب ۱۱ - کب ۱۷ نېټې) چاپ او خپره شوه.

 یاده ګڼه د هېواد بېلابېلو ولایتونو او د کابل بېلابېلو سیمو ته لېږدول شوې او د وېش په حال کې ده.

 د حریت اونیزې دا ګڼه د کب لسمې د دوحې تاریخي تړون ۵ مې کالیزې ته ځانګړې شوې ده، چې د سرمقالې په ګډون په کې بېلابېلې لیکنې، راپورونه، خبرونه، تاثرات، پر کتاب تبصره، شعرونه او نور مطالب خپاره شوي.

 د دې اونیزې چلوونکي وايي، چې حریت اونیزه په اوونۍ کې یو ځل په دې هوډ خپرېږي چې تر پخوا به لا معیاري، د مینوالو د خوښې وړ او مسلکي کېږي.

 د یادونې ده، چې حریت اونیزه اوس مهال د حریت راډيو په امتیاز او مدیریت خپرېږي، چې نن ورځ یې د درېیم کال دولسمه ګڼه چاپ او خپره شوه.

تړلي موضوعات