میدان وردګو کې د واورې ښوېدنې له امله دوه تنه مړه شوي

میدان وردګو کې د واورې ښوېدنې له امله دوه تنه مړه شوي افغانستان
میدان وردګو ولایت کې د واورې ښوېدنې پېښه

د میدان وردګو اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دغه ولایت، مرکزي بهسود ولسوالۍ کوه بیرون سیمه کې د واورې ښوېدنې له امله دوه تنه مړه شوي.

 سرچینه وايي، د یو تن جسد تر دې مهاله لا نه دی موندل شوی.

 یاده دې وي، چې هېواد کې وروستیو اورښتینې څپې له ۷۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده او د زیانونو د ګراف لوړېدو د مخنیوي په برخه کې د اړوندو ادارو له لوري ژغورونکي ټیمونه سیمو ته رسېدلي او هڅې یې روانې دي.

 

تړلي موضوعات