اکبري اهل تشیع ته: ټول ا.ا.ا سره اوږه په اوږه ودرېږئ او وطن ابادۍ کې خپل رول ولوبـوئ

اکبري اهل تشیع ته: ټول ا.ا.ا سره اوږه په اوږه ودرېږئ او وطن ابادۍ کې خپل رول ولوبـوئ افغانستان

د افغانستان د شيعه علماوو ټولنې مرستیال محمد اکبري د لویې جرګې تالار کې جوړه شوې غونډه کې د ۲۱ ولایتونو له راغلو اهل تشیع مشرانو او غړو څخه غوښتنه کړې، چې ټول اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ودرېږئ او د افغانستان ابادۍ کې خپل رول ولوبوئ.

ښاغلي اکبري ویلي، چې له هېواده بهر ځینې کړۍ د افغانستان په اړه غونډې کوي او د افغانستان په برخليک غږيږي، موږ وايوو، دغه غونډې د افغانستان په خير نه دي، هر څوک چې د افغانستان په برخليک غږيږي، بايد د افغانستان په داخل کې وغږيږي.

د اهل تشیع یاد مشر زیاتوي، چې ځينې کړۍ د اسلامي امارت تر منځ د اختلافاتو خبره کوي، موږ له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه په خپل مشترک کور افغانستان کې وجود لرو؛ موږ له نږدې وينو چې دغسې څه وجود نه لري، نه مو اختلافات ليدلي او نه مو بد نيت ليدلی.

نوموړي یاده لویه غونډه کې همداراز ویلي، اسلامي امارت په ټول هيواد کې امنيت رامنځته کړی، خلک له څه مشکل پرته هر وخت او هر چېرته تګ راتګ او کاروبار کولای شي؛ دا لوی نعمت دی او له ټولو مې غوښتنه ده چې په ټول توان سره يې ساتنه وکړئ.

د افغانستان د شيعه علماوو ټولنې مرستیال له حکومت مننه کړې، چې د کابل ښار بيارغونې او ښکلا ته په ټول توان او په ښه اخلاص کار کوي او پوره توان د ابادۍ کارونه پر مخ وړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت ملاتړ او ملي یووالي پیاوړتیا په موخه نن د کابل لویې جرګې تالار د زرګونو اهل تشیع هېوادوالو د غونډې کوربه دی.

تړلي موضوعات