اسلامي امارت هېواد کې د قومونو یووالی خپله دنده بللې
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د لویې جرګې تالار کې چې د زرګونو اهل تشیع هېوادوالو کوربه دی ویلي، د اسلامي امارت هڅه دا ده چې افغانستان کې د ټولو اقوامو ثبات او يووالي ته کار وکړي.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت به هېڅکله هیچا ته د خلا را منځ ته کولو اجازه ورنه کړي.
اقتصادي مرستیال زیاته کړې، افغان ملت له قومونو، ژبو او سمتونو تشکیل دی او دغه تشکیل د لاښکلا او ښه شناخت لپاره دی، نه د دې لپاره چې د تقابل وسیلې لپاره وکارول شي.
د غونډو په دغه تالار کې د افغانستان د شيعه علماوو د ټولنې مرستیال محمد اکبري ویلي، د اسلامي هويت، ملي وحدت او خپلواکي ساتل تر هر څه زيات ضروري دي.
اکبري زیاته کړې، چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې زموږ هېواد د شرق او غرب تر يرغلونو لاندې راغی چې موخه یې له موږ د ارزښتونو اخیستل و، خو افغان ملت په دې برخه کې مېړانه کړې چې د ميلونونو شهيدانو، بنديانو، زخميانو او مهاجرتونو په بدل کې يې خپلواکي، ملي یووالی او اسلامي هويت بېرته لاس ته راوړ.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت بیا حاکمیت وروسته د هېواد هر قشرحقوقو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه شوې او د هېواد هر قوم او قشر په اوسني نظام راټول دی او ملاتړ ترې څرګندوي.