چین د کډوالو د کورونو جوړولو ته پوره چمتووالی لري

چین د کډوالو د کورونو جوړولو ته پوره چمتووالی لري افغانستان
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر کابل کې د چین سفیر سره کتنه کې

کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې افغانانو سره د خپلو همکاریو پر دوام ټېنګار کړی.

ژاو شینګ دې کتنه کې ویلي، د چین حکومت افغان کډوالو ته د ښارګوټو ابادولو برخه کې مرستې ته چمتو دی.

د چین سفیر د کابل او بیجینګ ډېپلوماټېکو اړیکو ته په کتو د افغانستان د اقتصادي ودې او پانګونې برخو کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړی.

بلخوا د کډوالو چارو وزیر ویلي، له ګاونډیو هېوادونو په جبر د افغان کډوالو را ایستلو په کور دننه د مرستو په رسونې اغېز کړی.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت د کډوالو لپاره د استوګنیزو ښارګوټو د رغولو پلان لري او دې برخه کې یې د مرستندویه بنسټونو همکاري اړینه بللې.

چین داسې مهال افغان کډوالو ته د کورونو جوړولو برخه کې د چمتووالي خبره کوي، چې دا مهال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کډوالو لپاره د ښارګوټو په جوړلو کار روان دی.

تړلي موضوعات