کاپیسا کې دوو کورنیو ترمنځ خونړۍ دښمني پای ته ورسېده
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ خونړۍ دښمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود.
دغې دښمنۍ چې ۲۳ کاله یې دوام وکړ له دواړو لوریو په کې ۶تنو وژل کېدو ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم ورته اوښتي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه دښمنۍ د تربګنۍ له کبله رامنځته شوې وه، چې د دوی په هڅو بیرته حل او فصل شوه.
دغو کورنیو د شخړو د حل په برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې په خبره یي، نور قومونه له دښمنیو ستړي شوي او حکومت باید دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم چټکې کړي.
هېره دې نه وي، چې افغانستان کې د يووالي ځنځیر د ۱۹ او ۲۰مې پېړیو په اوږدو کې د بهرنیو استعمارونو له امله مات شوی و، چې دا مهال یې د پیوند په موخه اسلامي امارت نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.