د اسلامي امارت له بیا حاکمیت را پدېخوا ۳۳ نویو راډیوګانو فعالیت پیل کړی
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، په تېرو درې نیمو کلونو کې یوازې ۳۳ نویو راډیوګانو فعالیت پیل کړی.
نوموړي دغه خبرې پرون په کابل کې د افاق خبري اژانس د پرانېستې په مراسمو کې وکړې.
نوموړي افغانستان کې د رسنیو په تړاو ویلي، که څه هم د بهرنیو له لورې تمویلېدونکې رسنۍ تړل شوې خو ګڼ شمېر نویو رسنیو بیا فعالیت پیل کړی.
نوموړی وايي، دا مهال په افغانستان کې ټولټال ۴۶۶ فعالې تصویرې، صوتي او چاپي رسنۍ فعالیت لري چې ۸۴ تلویزوني، ۲۷۳ راډیويي، ۵۷ خبري اژانسونه او ۵۲ چاپي رسنۍ په مرکز او ولایتونو کې فعالیت لري.
نوموړی وايي، د افاق خبري اژانس له فعالېدو او د هلمند (ستا) راډیو، د نورستان راډیو او پکتیا راډیو ګانو تر فعالیدو وروسته د مجموعي فعالو رسنیو شمېر تر ۴۷۰ پورې رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د رسنیو ستونزو ته رسېدنه او ملاتړ یې په خپلو لومړیتوبونو کې دی او وخت پر وخت یې له خبریالانو سره همکارۍ ته ژمنتیا ثابته کړې ده.