وروستیو اورښتونو او طبیعي پېښو کې ۷۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
له پېښو سره د چمتووالي ملي ادارې د اطلاعاتو او عامه اړېکو رئیس مولوي عبدالله جان سایق وايي، هېواد کې د ورستیو اورښتونو او طبیعي پېښو له امله په یو شمېر ولایتونو کې ۳۶ کسان مړه شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
نوموړي رسنیو په استول شوي ویډیو کلیپ کې ویلي، چې د یادې ادارې ژغورونکي ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلي څو له پېښځپلو سره مرسته وکړي.
نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې په دغو طبیعي پېښو کې ۲۴۰ کورونه بشپړ او ۶۱ نور یې په نسبي ډول ویجاړ شوي او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي.
نوموړی وایي، هېواد کې د وروستیو واورو له امله د تړلو لارو د خلاصېدو هڅې روانې دي او د راتلونکي کال لپاره پلان لري چې وقایوي او عامه پوهاوي پروژې پلې کړي څو هېوادوال له ورته پېښو وژغورل شي.