کندهار کې سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

کندهار کې سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، دغو سېلابونو کې ۷ تنه مړه شوي دي.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، تېرو ۴۸ ساعتونو کې د پرلپسې باران او سېلابونو راوتلو له کبله ۷ تنه مړه شوي او ۵تنه نور ټپیان دي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې یادو سېلابونو کې تر دې مهاله ۱۲ کورونه په بشپړ او ۱۰ نور بیا جزيي ډول ویجاړ شوي دي.

د وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله په فراه او هلمند ولایتونو کې هم لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي، چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

بلخوا طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي، د ټولو ولایتونو مسئولینو ته لارښوونه شوې، چې زیانمنو هېوادوالو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ورسوي.

تړلي موضوعات