روان کال نږدې دوه میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې

روان کال نږدې دوه میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې افغانستان
د افغانستان احصایې او معلوماتو ملي اداره

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسئولین وایي، تېرو ۱۱ میاشتو کې یې نږدې دوه میلیونه هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د دغې ادارې اداري او مالي مرستیال عبدالقادر حاجي ادریس کابل کې خبري کنفرانس ته ویلي، هېواد کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش له پیله تر اوسه څه باندې ۱۵ میلیونه ۳۳۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دي او په همدې موخه یې د هلمند موسی کلا او غزني مقر ولسوالیو کې د برېښنایي پېژندپاڼو مرکزونه پرانېستل.

غه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي تر دې وړاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هېوادوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه ولایتي ریاستونو ته ځیني صلاحیتونه هم ورکړل.

تړلي موضوعات