پوهنې وزارت ۲۴وزارتونو او ادارو سره د سواد زده کړې هوکړه لاسلیک کوي
د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه ویلي، دغه وزارت د سواد زده کړې برخه کې له ۲۴ وزارتونو او ادارو سره هوکړه لاسلیک کوي.
ښاغلي حمزه ویلي، دغه هوکړه به د ښوونیزو کورسونو پراختیا، د اسانتیاوو برابرولو او بې سواده خلکو سره د کارموندنې فرصتونو برابرولو کې مرسته وکړي.
نوموړی د دې هوکړې موخه دولتي ادارو کې د سواد زده کړې پراختیا او ترویج بللې ده.
ښاغلي حمزه ټینګار کړی، چې د وزارتونو ترمنځ ګډه همکاري کولی شي ټول هېواد کې د سواد زده کړې ظرفیت لوړولو کې مرسته وکړي.
د یادونې ده، چې پوهنې وزارت تېرو درېیو کلونو کې دولتي ادارو کې د سودا زده کړې مهم پروګرامونه پلي کړي، چې ځیني یې بشپړ شوي او یو شمېر نور کې د اجرا په حال کې دي.