هلمند کې سېلابونو ۵ تنه مړه کړي او ګڼ نور ژغورل شوي

هلمند کې سېلابونو ۵ تنه مړه کړي او ګڼ نور ژغورل شوي افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر وکړی، چې د یاد ولایت سنګین، موسی کلا او باباجي ولسوالیو کې د اورښتونو او سېلابونو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵تنه مړه او ۶نور ټپیان شوي دي.

یاد ریاست همداراز ویلي، چې د ۲۱۵ عزم قول اردو مجاهدینو سېلابونو کې ګڼ شمېر بند پاتې هېوادوال ژغورلي.

دغه کسان د کابل – کندهار لویه لار د ښوراب او ګرشک ولسوالیو منځ سیمه کې داسې مهال ژغورل شوي، چې موټرونه یې د سېلابونو اوبو کې بند پاتې وو.

ها خوا راپورونه کاږي چې کندهار او فراه کې هم د درنو اورښتونو له کبله ۲۹ تنه مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي او ګڼ مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

د یادونې ده، چې هېواد کې د پرلپسې اورښتونو له کبله د یو شمېر ولایتونو لویې لارې تړل شوې او یو شمېر ولایتونو کې سېلابونه راوتلي دي.

تړلي موضوعات