د افغانستان بانک هېواد کې د کوچنیو مالي تمویلاتو ودې ته ژمن دی

د افغانستان بانک هېواد کې د کوچنیو مالي تمویلاتو ودې ته ژمن دی افغانستان
د افغانستان بانک مسئولین د یوناما مشرې سره کتنه کې

د افغانستان بانک رئیس نور احمد آغا د نن د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د کوچنیو مالي تمویلاتو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي او دا برخه یې د هېواد په اقتصادي رغښت کې مهمه بللې.

افغانستان بانک په اېکس پاڼه د یادې ناستې په تړاو د ښاغلي نور احمد اغا له قوله ویلي، د افغانستان بانک ژمن دی چې په افغانستان کې کوچني مالي تمویلات وده وکړي او په دې وسیله د هېواد په ټولو برخو کې هېوادوال له دې مالي خدمتونو څخه برخمن شي.

سرچینه وایي، په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د اقتصادي ودې او کارو بارونو د غوړېدو په برخه کې د کوچنیو مالي تمویلاتو رول مهم یاد کړ او له خپله اړخه یې په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تړلي موضوعات