کندهار کې د اورښت له امله ۵ تنه مړه او درې ټپیان دي
د کندهار د پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس عبدالسلام عمري وايي، چې نن د کندهار ولایت اوومه حوزه کې د یوه کور چت رالوېدو له امله څلور تنه مړه شوي او دري نور ژوبل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې د دې ترڅنګ د کندهار په پنځمه حوزه کې سېلابي اوبو يوه ماشومه وړې او مړه کړې یې ده.
د عبدالسلام عمري په خبره په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې له تېرې شپې راهیسې د هېواد ګڼو ولایتونو کې د باران او واورې اورښت څپه پيل شوې ده.