د تورخم دروازې د خلاصېدو په اړه ناسته بې پایلې پای ته رسېدلې

د تورخم دروازې د خلاصېدو په اړه ناسته بې پایلې پای ته رسېدلې افغانستان
د تورخم دروازه

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي وایي، تېره ورځ د ننګرهار مرستیال والي او تورخم کمیسار له پاکستان لوري سره تر ناوخته ناسته درلوده، خو د پاکستاني لوري د ناسمو غوښتنو له کبله بې پایلې پای ته ورسېده.

ښاغلي قریشي حریت راډیو ته وویل، دې ناسته کې پاکستاني لوري غوښتنه کړې، چې افغان لوری دې د فرضي کرښې اوږدو کې له تاسیساتو جوړولو ډډه وکړي.

د پاکستاني لوري دویمه غوښتنه بیا دا وه چې افغان لوری دې د فرضي کرښې هغې غاړې ته د جوړېدونکو تاسیساتو په وړاندې ممانعت نه کوي، چې له همدې کبله د دواړو لوریو ناسته هم بې پایلې پای ته رسېدلې.

پاکستاني لوري درې ورځې وړاندې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پوځي تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله، چې د کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو ته یې ګڼې ستونزې راپورته کړې دي.

د تورخم دروازه د روانې اوونۍ د شنبې له ورځې تړل شوې چې دواړو لوریو ته په سوداګریزو توکو بار سلګونو موټرونو کتارونه جوړ کړي او ګڼ خلک د لارې خلاصېدو په تمه دي.

تړلي موضوعات