د امنیتي ځواکونو لیکو د لا پیاوړتیا لپاره هڅې دوام لري

د امنیتي ځواکونو لیکو د لا پیاوړتیا لپاره هڅې دوام لري افغانستان
تازه فارغ شوي منسوبین

د کورنیو او دفاع وزارتونو خبر ورکړی، چې د دغو وزارتونو له ښوونیزو مرکزو تر ۸۰۰ زیات ځوان منسوبین د نظامي زده کړو وروسته فارغ شوي دي.

ملي دفاع وزارت ویلي، عبدالله بن مسعود ګډو جګړه ییزو زده کړو قومندانۍ څخه ۲۳۶ تنه منسوبین له ښوونیزو زده کړو دورې څخه فارغ شوي.

کورنیو چارو وزارت هم ویلي، د بلخ ولایت ښوونیز مرکز څخه ۵۸۷ تنه له مسلکي زده کړو فارغ شوي دي.

تازه فارغ شویو مجاهدو سرتېرو مسئولینو ته ډاډ ورکړی، چې له خپلو زده کړو څخه په استفادې به د هېواد خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه دفاع کوي.

د یادونې ده، چې دا مهال د امنیتي ځواکونو لیکو د پیاوړتیا لپاره جدي هڅې روانې دي او زرګونه ځوانان په ښوونیزو مرکزونو کې په نظامي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تړلي موضوعات