د مرکزي ولایتونو امنیت لا ټینګښت لپاره دې هڅې زیاتې شي
د کابل ولایت مقام خبر ورکړی، چې مرکزي زون والیانو، قومندانانو، د استخبارانو رئیسانو او د لوا ګانو مسئولینو د مرکزي ولایتونو امنیت ټینګښت په اړه د همغږۍ ناسته کړې.
د کابل ولایت مقام له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل والي ملا امین الله عبید په مشرۍ دې ناسته کې د مهمو امنیتي او ټولنیزو مسائلو خبرې اترې شوې دي.
دې ناسته کې د مرکزي ولایتونو مسئولینو نشه یي توکو کښت، قاچاق، پېر، پلور او مرکزي زون د امنیت د لا ښه والي باندې ټینګار کړی.
همداراز دغو مسئولینو د متقابلې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ، څو د سیمو ترمنځ همغږي زیاته او د ټولو اړینو چارو د پرمخ وړلو لپاره د مشترک پلان له مخې اقدام وشي.