د سالنگ لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړل شوې

د سالنگ لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړل شوې افغانستان
د سالنګ لویه لار

ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د تېرې شپې له ۲ بجو وروسته د سالنگ لویه لاره د شديدې واورې اورښت، طوفان، د لید ساحې محدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه په موقتي ډول تړل شوې.

وزارت ویلي، چې هېوادوال دې تر بلې خبرتیا پورې په دې لارې د تګ راتګ هڅه نه کوي او اوس مهال دغه لار د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پرمخ لنډ مهالي ډول تړلې شوې.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس زیاته کړې، چې د دې لویې لارې د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي چمتو دي د هوا له ښه کېدو سره سم د واورو د پاک کارۍ عملیات ترسره او لاره بېرته د ټرافیکو پرمخ پرانيزي.

د یادونې ده، چې له تېرې شپې راهیسې په سالنګونو او ځینو ولایتونو کې د واورو او بارانونو د اورښت څپه پیل شوې.

تړلي موضوعات