د سرخاب بند د اوبو ذخیره کولو ظرفیت دوه برابره شوی
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د لوګر ولایت سرخاب اوبو بند د څارنې او ساتنې پروژه بشپړه او د دې بند د اوبو ذخیره کولو ظرفیت دوه برابره شوی.
دغه پروژه له بند څخه د رسوباتو پاکول و، چې د ۱۱میلیونه افغانیو په ارزښت یې چارې بشپړې شوې.
د لوګر والي دغه پروژې د لوګر ولسونو د اقتصاد او کرنیزې پراختیا لپاره مهمه بللې او له خلکو یې غوښتي، چې د دې بند په ساتنه کې دي له دوی سره مرسته وکړي.
د سرخاب بند دا مهال د ۹ میلیونه متر مکعب اوبو ذخیره کولو تر څنګ د ۳زره هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبولو ظرفیت لري، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول به ۹ زره کورنۍ ترې برخمنې شي.
د یادونې ده، چې هېواد کې په تېرو درېیو کلونو کې د اوبو مدیریت برخه کې اغېزمن ګامونه اخېستل شوي او کارپوهان یې وروستیو څو لسیزو کې بې ساری بولي.