د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی ایران ته تللی
د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق اخوند په مشرۍ پلاوی ایران ته تللی دی.
دغه سفر د ایران په رسمي بلنه شوی دی.
کورنیو چارو وزارت د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نشه یي توکو پر ضد د ګډې مبارزې برخه کې د همکاریو زیاتول یاد کړي دي.
ایران ته دغه افغان پلاوی داسې مهال سفر کوي، چې اقتصادي مرستیال ازبکستاني چارواکو سره کتنه کې ویلي، د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو کښت، قاچاق او پېر پلور بندیز سره ګاونډیو هېوادونو ته هم د نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی شوی.