اقتصادي مرستیال: افغانستان د حکومت او ملت ترمنځ د همکارۍ په پایله کې پر پښو درېدلی شي

اقتصادي مرستیال: افغانستان د حکومت او ملت ترمنځ د همکارۍ په پایله کې پر پښو درېدلی شي افغانستان
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ازبکستان کې د افغانستان سفارت نوې ودانۍ څخه لیدنه کړې


اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برارد اخند دغه څرګندونې نن پنجشنیه تاشکند کې د افغانستان سفارت له نوې ودانۍ څخه د لیدنې په مهال کړي دي.

اقتصادي معاونیت یې له قوله ویلي، افغانستان هغه وخت په پښو درېدلی شي، چې حکومت د ملت خدمت وکړي او ملت له حکومت سره اوږه په اوږه په ټولو چارو کې همکار واوسي.

سرچینه وايي، په دغه لیدنه کې اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې د هېوادوالو هوساینه او رضایت زموږ یوازینۍ هیله ده او تاسې هر مسوول کس باید کوښښ وکړئ، څو د هېوادوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه وشي.

تړلي موضوعات