د امریکا ولسمشر د غزې د تخلیې په اړه له خپلې طرحې په شاه شو!

د امریکا ولسمشر د غزې د تخلیې په اړه له خپلې طرحې په شاه شو! نړۍ
غزې ته بیرته ستنېدونکي بې ځایه فلسطینیان

ډونالډ ټرمپ ویلي، له غزې د فلسطینیانو اجباري اېستلو او د غزې د نیولو په اړه یې طرحه تحمیلي نه بلکې یو وړاندیز و.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې له غزې تړانګې د فلسطینیانو اجبارې ایستلو او د امریکا له لوري یې د واک اخېستلو په اړه د هغه له طرحې سره د نړېوالو غبرګون ته په اشارې ویلي، د اردن او مصر مخالفت متاثره کړی.

د یادونې ده، چې ټرمپ څه موده وړاندې له غزې د فلسطینیانو د اجبارې ایستلو طرحه وړاندې کړه، چې د نړېوالو له توند غبرګون سره مخ شوه او د یو شمېر هېوادونو چارواکو د ټرمپ دغه طرحه نژادي تصفیه وبلله او ګواښ یې وکړ، چې دا ډول اقدام به غزه کې د شخړې حل غیر ممکن کړي. 

تړلي موضوعات