نورستان کې ۳۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې

نورستان کې ۳۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې افغانستان
د نورستان ولایت په وانت وایګل ولسوالۍ کې برېښنا کوټ

د نورستان ولایت په وانت وایګل ولسوالۍ کې د ۱۰۰ واټه برېښنا کوټ په جوړېدو سره تازه ۳۰۰ کورنیو برېښنا ته لاسرسی موندلی.

د دې ولسوالۍ ولسوال مولوي محمد طاهر د یاد برېښنا کوټ د پرانېستې مراسمو ته ویلي، چې پدې سره به خلک برېښنا ته په لاسرسي د ځنګلونو له پرې کولو راوګرځي.

هغه له ځایي خلکو غوښتي، چې د دې برېښنا کوټ ساتنې ته پاملرنه وکړي، چې دوی هم ورته د پاملرنې ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې واک ته د اسلامي امارت په بیاځلې رسېدو سره د هېواد ټولو لرې پرتو او له خدماتو بې برخو سیمو ته ځانګړې پاملرنه شوې او دغو سیمو ته بېلابېل خدمات غځېدلي دي.

تړلي موضوعات