کابل کې د روغتیا، زده کړو او برېښنا مهمو پروژو چارې پیل شوې

کابل کې د روغتیا، زده کړو او برېښنا مهمو پروژو چارې پیل شوې افغانستان
کابل کې د مهمو پروژو د پرانېستې مراسم

اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند چې د همدې پروژو پرانېست غونډه کې یې خبرې کولې وویل، په بېلابېلو برخو کې د مهمو پروژو پیل د افغانستان خصوصي پانګونې په برخه کې مهم ګام دی چې پر مټ به یې هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

عزیزي ګروپ نن پنجشنبه په کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې ۴۰۰ بستریز روغتون، د مور او ماشوم خوندیتوب لپاره ۲۰۰ بستریز زېږنتون، معیاري ښوونځي، د نرسېنګ انسټېټیوټ، طبي پوهنتون او د ۲۰۰ مېګاواټه په ظرفیت سره د برېښنا د تولید پروژو عملي چارې پيل کړې.

یاده دې وي، چې اسلامي امارت هېواد کې د پانګوالو ملاتړ خپل لومړیتوب بللی او تل یې د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمنتیا ثابته کړې ده.

تړلي موضوعات