د پانګونې پر وړاندې د خنډ او ځنډ عوامل به له منځه یووړل شي
د ملي دفاع وزیر او د امنیتي او تصفیوي کمېسیون رئیس مولوي محمدیعقوب مجاهد په مشرۍ د دې کمېسیون غونډه کې په مهمو امنیتي او تصفیوي موضوعاتو خبرې شوې.
امنیتي او تصفیوي کمېسیون ویلي، دې ناسته کې اقتصادي ثبات، د پانګوالو ستونزو او د مالي خوندیتوب د ټینګښت باندې هم بحثونه شوي.
یاد کمېسیون ویلي، د پلان له مخې به کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره د اسانتياوو برابرولو او د مالي خونديتوب لوړولو په موخه کوټلي ګامونه پورته او ټول هغه عوامل به له منځه يوړل شي چې د پانګونې پر وړاندې د خنډ او ځنډ سبب ګرځي
دې ناسته کې پرېکړه شوې، چې د قانون پلي کوونکې ادارې به د یو مشخص میکانیزم له مخې د اقتصادي تخریب عاملین مشخص او د قانون منګولو ته وسپاري.