حماس خپل شرطونه پوره کړل؛ د اسرائيلو او امریکا ګواښونه تش ګواښونه پاتې شول
د حماس جهادي غورځنګ د بنديانو د معلوماتو دفتر تېر ماښام په خپره کړې خبرپاڼه کې د هغو فلسطيني بنديانو نوملړ خپور کړ، چې ټاکل شوې ده اسرائيل به يې نن شنبه ازاد کړي. په دې بنديانو کې ۳۶ تنه په عمري بند محکوم دي او پاتې نور د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې وروسته د اسرائيلو له لوري نيول شوي دي.
د دې بنديانو ۲۴ تنه له فلسطينه بهر استول کېږي او په عمري بند محکومو بنديانو کې ۷ تنه د القدس او پاتې نور د غربي تړانګې دي.
حماس د دې بنديانو په بدل کې درې تنه اسرائيلي بنديان خوشې کوي. د حماس جهادي غورځنګ وياند ابو عبيده په دې اړه وويل: «د اقصی طوفان د بنديانو د تبادلې په لړ کې کتائب القسام پرېکړه کړې، چې نن شنبه دغه درې اسرائيلي بنديان خوشې کړي، چې: ساشا الکسندر تروبنوف، ساګي ديکل حن او یائير هورن دي». په دوی کې ساګي ديکل حن امريکایي جنسيت لرونکی دی.
حماس تېره دوشنبه اسرائيل وګواښل چې که د اوربند بندونو ته پابند پاتې نه شي، د بنديانو خوشې کول به ودروي. هغوی اسرائيل تورن کړل، چې په څلورو برخو کې يې اوربند مات کړی دی؛ چې فلسطينيان په نښه کوي او وژني، د غزې شمال ته د کډوالو راستنېدل ځنډوي، د سرپناه د اړتياو د ننوتو مخنيوی کوي، چې تيار کورونه، خېمې، سوندتوکي او نور په کې دي، دغه راز روغتونونو او د روغتيا سکتور د بيارغونې لپاره درمل او نورو توکي نه پرېږدي چې غزې ته يووړل شي.
حماس ټينګار وکړ چې غزې ته د دې مرستو نه پرېښودل د بنديانو د خوشې کولو بهير ټکنی کوي.
د امريکا ولسمشر هغه مهال ګواښ وکړ، که د شنبې ورځې د غرمې تر ۱۲ بجو دغه بنديان راخوشې نه شول، غزه کې به «دوزخ» جوړ کړي. هغه وویل چې د اسرائيلو او حماس ترمنځ شوی اوربند به لغو اعلان کړي. اسرائيلو هم د ټرمپ په تائيد کې ورته ګواښونه وکړل.
خو وروسته حماس په خپل شرط ټينګ ودرېد او اسرائيل او امريکا و نه شو کولی خپل ګواښونه پلي کړي. د تېرې پنجشنبې په ورځ د اسرائيلو ۱۲ چېنل خبر ورکړ، چې اسرائيل چمتو دي، غزې ته په بېړني ډول مرستې ورپرېږدي، څو هغه بنديان راخوشې شي، چې د شنبې په ورځ يې د خوشې کېدو وخت دی.
اسرائيلي رسنيو وويل، چې دا ستونزه د مصري او قطري چارواکو په منځګړتوب اواره شوه او اسرائيل د حماس هغه غوښتنه هم څېړي، چې د بنديانو خوشې کولو په لومړي پړاو کې يې د خوشې کېدونکو فلسطيني بنديانو د شمېر ډېرولو غوښتنه کړې ده.
د اسرائيلو ۱۳ چېنل د اسرائيلي چارواکو له خولې وويل، چې وروستيو امريکايي او اسرائيلي څرګندونو د بنديانو د تبادلې بهير له لوی ګواښ سره مخ کړی دی.
د امريکايي حکومت يوه لوړپوړي چارواکي تېره ورځ څرګنده کړه، چې ټرمپ له حماس نه تمه لري چې د ۶ هغو اسرائيلي بنديانو په خوشې کولو د ده قدرداني وکړي، چې امريکايي جنسيت لري. نوموړي دا خبرې د اسرائيلو له ۱۳ چېنل سره کړې دي.
د اسرائيلو د ملي امنيت شورا پخواني رئيس په دې وضعيت په تبصره کې ويلي: «موږ د حماس په وړاندې جګړه وبايلله... حماس يو دولت دی، خوځښت نه دی».
جنرال جيورا ايلنډ په غزه د اسرائيلو بريد «ستره ناکامي» وبلله او زياته يې کړه، چې حماس وکړی شو، خپله اراده په تل ابيب ومني.
نوموړي له «103FM» راډيو سره په خبرو کې وويل: «اسرائيلو جګړه کې خپلې موخې ترلاسه نه کړې، بر عکس حماس خپل شرطونه اعلانوي، موږ بايد د غير واقعي تمو په ځای دا واقعيت ومنو».
د هغه په وينا د جګړې پايلې له دوو شيانو څرګندېږي: «لومړی دا چې کوم لوري خپلې موخې ترلاسه کړې او دويم دا چې څوک په مقابل لوري د خپلې ارادې په منلو کې بريالی دی؟». هغه وايي د دې دوو معيارونو په اساس اسرائيلو خپلې موخې نه دي ترلاسه کړئ، خو حماس خپل شرطونه په موږ راتپي.
د يادونې وړ ده چې د اسرائيلو او حماس ترمنځ د اوربند په لومړي پړاو کې د ۳۳ اسرائيلي بنديانو د خوشې کولو هوکړه شوې، چې په بدل کې به يې له ۱۷۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې فلسطيني بنديان خلاصېږي. د دې هوکړې له پلې کېدا را وروسته القسام په ۵ ځلونو کې ۱۶ اسرائيلي بنديان ازاد کړي دي او ننۍ تبادله د دې پړاو شپږم ځل دی.