د غزې پر اوسېدونکو د اسرائیلي وحشت دوام، بیت لاهیا کې شاوخوا ۷۳ تنه شهیدان شوي
د سي اېن اېن په راپور کې راغلي، اسرائیلو د غزې پر بیت لاهیا ښار برید کړی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لږ تر لږه ۷۳ تنه شهیدان کړي دي.
د نړېوالو رسنیو د خبر له مخې، په بیت لاهیا ښار کې د ژغورنې هڅې روانې دي خو په سیمه کې انټرنیټي خدمتونه له خنډ سره مخ دي.
د سرچېنې په خبره، د غزې شمالي لور ته پر کډوالو د اسرائیلي ځواکونو له لوري پرلپسې بمباریو د زرګونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو فعالان دغه حالت ناورین بولي او په خبره یې، ګومان کیږي چې په کلابندۍ کې سلګونه نور کسان هم وژل شوي وي.
په غزه کې د اندونیزیا د یو فعاله روغتون ډاکټرانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، اسرائیلي ځواکونه په تاسیساتو ډزې کوي چې له امله یې دوی د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شوي او د تېښتې لپاره کوم ځای نه لري.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ پر جبالیا کې د اسرائیلو وروستي برید کې ۳۳ کسان شهیدان شوي وو، د راپورونو له مخې د غزې ۲.۴ میلیونه خلکو څخه نږدې ۲ میلیونه وګړي د جګړې له امله څو ځله کډوالۍ ته اړ شوي.