امیرالمؤمنین یو ځل بیا غزه کې اسراییلو جنایتونه په سختو ټکو وغندل
عالیقدرامیرالمؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د لوی اختر په مناسبت پیغام کې د صهیونیستي رژیم له لوري غزه کې روان جنایتونه په سختو ټکو غندلي دي.
امیرالمؤمنین دې پیغام کې له نورو هېوادونو غوښتي، چې د دې ستر جنایت او ظلم پر وړاندې دې خپل مسئولیتونه ترسره کړي.
دا په داسې جال کې ده، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسراییلو وحشیانه بریدونو کې تر ۳۷ زرو زیاته فلسطنیان چې ۱۵ زره ۵۱۷ ماشومانو او تر ۱۰ زرو یې زیاتې یې ښځې دي شهیدان او نږدې ۸۵ زره نور ټپیان شوي دي.