د ا.ا پلاوي د اسلامي همکاریو سازمان سرمشریزې کې ګډون وکړ

د ا.ا پلاوي د اسلامي همکاریو سازمان سرمشریزې کې ګډون وکړ سیاست
د یاد وزارت ویاند او د نړيوالو سازمانونو د برخې رئیس ګډون کړی دی

د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت پلاوي د ګامبیا پلازمېنه بانجول کې د اسلامي همکاریو سازمان په ۱۵ مه سرمشریزه کې ګډون وکړ.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ایکس پاڼه ویلي، په دې غونډه کې د اسلامي همکاریو سازمان په رسمي بلنه د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب د یاد وزارت ویاند او د نړيوالو سازمانونو د برخې رئیس ګډون کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت پلاوی به په عمومي غونډه کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي همکاریو سازمان له لوړپوړو چارواکو او د غړو هېوادونو له استازو سره د ناستې په څنډه کې د دوه او څو اړخیزو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې ولري.

د اسلامي همکاریو سازمان ۱۵مه سرمشریزه، چې د غړو هېوادونو د دولتونو او حکومتونو رئیسانو، بهرنیو چارو وزیرانو او ډيپلوماټانو په کې ګډون کړی د ګامبیا په پلازمېنه بانجول کې د روانې مۍ میاشتې په ۴مه نېټه پیل شوه چې نن به هم دوام وکړي.

تړلي موضوعات