د ترکیې سفیر سره د لاجوردو له لارې د سوداګرۍ په پیل خبر شوې
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال سره په کتنه کې په دوه اړخیزو اړیکو، افغانستان کې د وروستیو مثبتو اقداماتو او د ګڼو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي لوړ پوړو پلاوو په راتګ خبرې اترې کړې دي.
بهرنیو وزارت ویلي، په دې کتنه کې له ترکیې سره د لاجوردو له لارې د سوداګرۍ پر پیل او د ترکیې او افغان سوداګرو په ګډو هڅو په ترکیه او افغانستان کې د ګډو نندارتونونو پر پرانیستلو هم خبرې شوې دي.
مولوي امیرخان متقي د اسرائیلو له صهیونیستي رژیم سره د ترکیې د تجارتي پرېکون پرېکړې ستاینه کړې.
ها خوا د ترکیې سفیر ویلي، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا په اړه باید په ګډه کار وشي. په خبره یې، نږدې راتلونکي کې به د ترکیش هوایي شرکت پروازونه هم کابل ته پیل شي.