چین له سیاسي مداخلې پرته خپلو همکاریو ته دوام ورکوي

چین له سیاسي مداخلې پرته خپلو همکاریو ته دوام ورکوي سیاست
مجاهد د چین او افغانستان ترمنځ ډیپلوماټیکې، سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ یو مثبت ګام بللی

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د ملي دفاع وزیر سره په کتنه کې ویلي، په افغانستان کې سراسري امنیت د اقتصادي او سوداګریزو پروژو لپاره یو مهم فرصت دی.

ښاغلي ژاو شینګ دې کتنه کې ویلي، چین له سیاسي مداخلې پرته خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او په سوداګریزو، اقتصادي مسایلو او نورو برخو کې همکارۍ ته چمتو دي.

بلخوا په دې کتنه کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد د چین او افغانستان ترمنځ  ډیپلوماټیکې، سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ یو مثبت ګام بللی.

ښاغلي محمد یعقوب مجاهد ویلي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې او اقتصادي پروژو ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې د امنیت ډاډ ورکړی.

همداراز په دې کتنه کې دواړو لوریو د سرحدي ستونزو او واخان پروژې په اړه هم نظرونه تبادله کړي.

تړلي موضوعات