نړۍ یوازې غرب او غرب یوازې امریکا نه ده

نړۍ یوازې غرب او غرب یوازې امریکا نه ده سیاست
د سیمې او نړۍ هېوادونو حقیقت درک کړی او له افغانستان سره مثبت تعامل غواړي

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوی امیرخان متقي د افغان – قزاق ګډ نړېوال نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې ویلي، د سیمې او نړۍ هېوادونو حقیقت درک کړی او له افغانستان سره مثبت تعامل غواړي.

مولوي امیرخان متقي ویلي، اسلامی امارت هڅه کړې چې له ټولې نړۍ سره مثبتي اړیکې جوړې کړي، چې په دې کې د سیمې هېوادونه ځانکړی ځای لري.

ښاغلی وزیر زیاتوي، له غرب سره هم د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکي دي، خو ځینې مغرضي کړۍ او هېوادونه په دې برخه کې خنډ واقع کېږي په خبره یې، نړۍ یوازې غرب او غرب یوازې امریکا نه ده.

نوموړي په بېلابېلو برخو کې په افغانستان د امریکا بندیزونه وغندل، چې هیڅ ډول توجیه نه لري او هغه یې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه وبلله.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د بشري حقونو د نقض په برخه کې د تش په نوم د بشري حقونو مدافعینوادعاوې تبلیغ بولي او وایي، دا د شرم ځای دی چې د بشري حقونو مدافعین بیا هم په غزه کې د جنايتکارانو ملاتړ کوي.

ښاغلي وزیر د فسلطین په مظلوم ولس روان ناورین وغنده او د هغوی د برحقې داعیې د ملاتړ ترڅنګ یې د هغوی د حقونو په ورکړې ټینګار وکړ

تړلي موضوعات