پنجشېر کې دې د پراختیايي پروژو تطبیق ته ځانګړې پاملرنه وشي
د پنجشېر والي حافظ محمداغا حکیم د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې د پنجشېر ولایت د ټولنیز او اقتصادي وضعیت، سیمه ییزې حکومتولۍ او د خپلو فعالیتونو په اړه راپور ورکړی دی.
ښاغلي والي په دې کتنه کې یاد ولایت لرې پرتو سیمو کې د دیني مدرسو، ښوونځیو او روغتیایي کلینیکونو پیاوړتیا او د پراختیایي پروژو تطبیق ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.
بلخوا د ریاست الوزراء اداري مرستیال هم ویلي، د هېوادوالو د ستونزو درک او حلول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
عبدالسلام حنفي زیاته کړې، اسلامي امارت به تر خپله وسه د پنجشېر خلکو ستونزو ته رسېدګي وکړي.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره پنجشېر کې ګڼې پراختیايي او د بیارغونې پروژې پلي شوې دي او تر څنګ یې د زمردو کانونو استخراج چارو کې شاوخوا لس زره پنجشېري هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.