امریکا ته د روسیې کنایه؛ د مسکو پر وړاندې د بندیزونو جنګ پیلوونکي به د ورور لپاره کیندونکې کندې ته ولوېږي

امریکا ته د روسیې کنایه؛ د مسکو پر وړاندې د بندیزونو جنګ پیلوونکي به د ورور لپاره کیندونکې کندې ته ولوېږي نړۍ
د ټرمپ ګواښ ته د روسیې بهرنیو چارو وزیر ځواب

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف روسیې ته د امریکا ولسمشر ۵۰ ورځني ضرالاجل ټاکلو ته په غبرګون کې ویلي، د ډونالډ ټرمپ ګواښونه ثابت نه دي.

سرګئي لاوروف د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، «۲۴ ساعته بیا ۱۰۰ ورځې او اوس پنځوس ورځې موږ دا ټول تېر کړي.»

ښاغلي لاوروف د ټرمپ له لوري پر روسیې بندیزونو ته په اشارې ویلي، روسیه له بندیزونو سره تطابق کوي او له نویو هغو سره به هم همغږې شي.

نوموړي د کنایي په ډول ویلي، «څوګ چې د روسیې پر وړاندې د بندیزونو جنګونه پیلوي، خپله به هغې کندې ته ولوېږي چې د خپل ورور لپاره یې کېندل.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ روسیې ته ۵۰ ورځې ضرب الاجل ټاکلی، څو د اوکرایین جګړه پای ته ورسوي کنه د واشنګټن بیا ځلي بندیزونو سره به مخ شي.

ټرمپ ګواښ کړی، چې که تر ټاکلې مودې جګړه ونه دریږي پر هغو هېوادونو به هم بندیزونه ولګوي چې له روسیې نفتي توکي پېري.

تړلي موضوعات