د سوریې نښتو کې د وژل شویو شمېر تر ۲۰۰ تنو واوښت
المسیره د سوریې روڼتیا څار سازمان له قوله راپور کې ویلي، د سوریې سویل سویدا ولایت کې د یکشنبې ورځې نښتو له پیله تر اوسه ۲۰۳ تنه وژل شوي.
یاد سازمان ویلي، په وژل شویو کې ۲۱ تنه ملکیان هم شامل دي.
د تېري یکشنبې په ورځ د سوریې سویل سویدا ولایت کې د دروزي وسلهوالو ځواکونو او کلیوال مېشتو قبایلو ترمنځ سختې جګړې پیل شوې چې لسګونه تنه وژل شوي او زرګونه نورو خپلې سیمې پرې ايښې دي.
بلخوا د سوریې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک د سوریې سویل کې وروستۍ نښتې د اندېښنې وړ بللې او د اوضاع په کرارولو یې ټینګار کړی.