عرب نظامي کارپوهان: جګړه حماس کنټرولوي؛ اسرائيل په دفاعي حالت کې دي

عرب نظامي کارپوهان: جګړه حماس کنټرولوي؛ اسرائيل په دفاعي حالت کې دي نړۍ

د نظامي چارو يوه عرب کارپوه الجزيرې عربي سره خبرو کې ويلي، چې حماس جهادي غورځنګ اسرائيل له هجومي حالته دفاعي حالت ته اړ کړي دي.
د اسرائيلي پوځيانو بندي کول نوی تکتيک دی چې حماس په کار اچولی او د غزې په بېلا بېلو برخو کې يې اسرائيلي پوځ اړ کړی دی چې يوازې خپله دفاع وکړي.

د تېرې دوشنبې په ورځ اسرائيلي رسنيو خبر ورکړ چې پوځ د غزې شمال کې جباليا سيمه کې وروسته له هغه «هينبل قانون» پلی کړ، چې حماس د يوه اسرائيلي پوځي د بندي کولو هڅه وکړه.

دا قانون لازمي کوي چې که په کوم ځای کې د اسرائيلي پوځيانو د بندي کېدو وېره وه، هلته بې درېغه ډزې وشي او وسله وکارول شي. د نظامي چارو کارپوه بريد جنرال حسن جوني ويلي چې د قانون محتوا ښيي چې پوځي له بندي کېدو وړاندې بايد د خپلو ملګرو له لوري ووژل شي.

دا په تېره اوونۍ کې دويم ځل دی چې حماس د اسرائيلي پوځيانو د بندي کولو هڅه کوي، خو د ناسمو شرایطو له امله د هغوی په وژلو مجبورېږي.

د اسرائيلو انجنيري ځواک په نښه کول

د ياد کارپوه په وينا دا بل هغه تکتيک دی چې حماس پرې په بشپړ ډول د اسرائيلو د ځمکني پوځ د پرمختګ مخه ډب کړې ده. دا ځواکونه د اسرائيلي پوځ په لاره کې ځای په ځای شوي ماينونه وباسي يا شنډوي، خو په وروستيو اوونيو کې د حماس تر سختو بريدونو لاندې دي او دا ښيي چې حماس خورا په دقت خپل هدف ټاکي.

د حسن جوني په اند د دې تر څنګ د «ډي۹» په نوم د بلډوزورونو او نورو وسايطو په نښه کول چې له دغه انجنيري ځواک سره کار کوي، بل هغه دقيق تکتيک دی چې د حماس بريا څرګندوي، ځکه دا وسايط په سخت ډول خوندي او په داسې سيستمونو سمبال دي، چې د توغنديو او بمونو له زيانه يې ساتي، خو دې سره سره حماس توانېدلی چې په نښه يې کړي.

کارپوهان څرګندوي چې سره له دې چې اسرائيلي پوځ د حماس هر بريد په بشپړ ډول څېړي او د خپلې کمزورۍ ټکي په کې لټوي، خو بالمقابل د حماس بريدونه ښيي چې دا غورځنګ په پرله‌پسې ډول خپل د بريدونو په تکتيک کې پرمختګ راولي.

ډېرېدونکي بريدونه

د بريد جنرال حسن جوني په خبره د حماس له لوري په اسرائيلي پوځيانو په پرله‌پسې توګه ډېرېدونکي بريدونه هم د دې څرګندويي کوي چې د جګړې کنټرول له دوی سره دی، نه له اسرائيلي پوځ سره.

حماس په وروستيو اوونيو کې هره ورځ په بېلا بېلو سيمو کې يو يا ډېر بريدونه کړي او خپل دښمن ته يې درانه زيانونه اړولي دي، دا د دې غورځنګ غوره وړتيا، په ناڅاپي توګه دښمن تر بريد لاندې نيول او د جګړې په ډګر ټينګه ولکه ښيي.

جوني زياتوي چې دا پرمختګونه په دې هم دلالت کوي چې له سختو حالاتو سره سره حماس يو پياوړی فعال مرکزي قيادت لري چې نظامي عمليات په خورا دقت او بريا په مخ وړي او له امله يې اسرائيلي پوځ هغو اهدافو ته په رسېدو کې پاتې راغلی دی چې خپلې وحشي جګړې ته پرې جوازونه لټوي.

ياده دې وي چې د حماس جهادي غورځنګ د توندو او برياليو بريدونو له امله د اسرائيلي سرتېرو مورال سخته ضربه ليدلې چې له امله يې غزه کې د جنګېدلو پوځيانو له درېيمې برخې ډېرو د رواني ملاتړ غوښتنه کړې؛ د اسرائيلي رسنيو له راپورونو سره سم يوازې په تېرو لسو ورځو کې درې تنو پوځيانو د جګړې د اغېزو له امله ځانوژنه هم کړې ده.
#حریت_راډيو

تړلي موضوعات