ایران ته د فرانسې ګواښ؛ که اټومي انرژۍ اژانس سره همکاري بیا پیل نه شي بندیزونه به پرې ولګوي
د فرانسې بهرنیو چارو وزیر نوئل بارو ګواښ کړی، چې درې اروپايي غړو هېوادونو پرېکړه کړې، که ایران د اټومي انرژۍ له اژانس سره همکاري بیا پیل نه کړي نو نړېوال بندیزونه به پرې ولګول شي.
ایران ته د فرانسې له لوري د اګسټ تر پایه ضرب الاجل ټاکل شوی څو له اټومي انرژۍ اژانس څارونکو سره د څار برخه کې همکاري وکړي.
وروسته له هغې چې د ایران په ځینو نظامي مرکزونو د اسرائیلو له لوري بریدونه وشول په غبرګون یې ایران پر یاد اژانس تور ولګاوه چې د غلطو راپورونو ورکولو له امله پرې برید شوی دی.
نوموړي دغه خبرې نن سه شنبه د یوه کنفرانس په مهال خبریالانو ته کړې دي.
ایران څو ورځې وړاندې له جګړې وروسته د یوې پرېکړې په تصویب اټومي انرژۍ اژانس سره همکاري وځنډوله.
فرانسوي چارواکی وايي، د یاد سازمان موخه د ایران په اټومي تاسیساتو څار دی څو له نړېوال قانون له مخې یورانیم غني شي.