نورستان کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېروج پلورل شوي
د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې نورستان کې د ازادې داوطلبۍ له لارې د یاد ولایت کامدېش ولسوالۍ قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې پلورل شوې دي.
د یاد وزارت د خبر له مخې، یاده بولۍ کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶۵ کیلو ګرامه بېروج پلورل شوي، چې ۱۲میلیونه افغانۍ یې د حکومت ونډه ده.
دغې بولۍ کې د لومړي ځل لپاره د نورستان له کانونو استخراج شوي یاقوت هم پلورل شوي دي.
یاده دې وي، چې د قیمي او نیمه قیمتي ډبرو هره بولۍ کې د حکومت ونډه لس سلنه او پاتې یې د کان کېدونکو ده.
دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال وخت ناوخت د ازادې دواطلبۍ له لارې د پنجشېر زمرد او د کونړ او نورستان بېروج پلورل کیږي.