د افغانستان کرېکټ بورډ رئیس د کورنیو چارو وزیر سره کتلي

د افغانستان کرېکټ بورډ رئیس د کورنیو چارو وزیر سره کتلي افغانستان

د افغانستان کرېکټ بورډ رئیس میرویس اشرف نن د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره کتلي دي.
د دې کتنې خبر میرویس اشرف پر اېکس ورکړی او د لیدنې انځورونه یې خپاره کړي دي.

کورنیو چارو وزیر ته نږدې کسانو پر اېکس لیکلي، چې کتنه کې ښاغلي وزیر د کرېکټ بورډ د رئیس د هڅو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د کرېکټ د لا پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې ده، چې د دې کتنې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

تړلي موضوعات