یوه ځوان د دوو ماشومانو ژوند ژغورلو لپاره خپل ژوند قربان کړ
د غزني امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې دې ولایت کې د سید نصیر احمد په نوم هغه ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی چې غوښتل یې په اوبو کې د بندو ماشومانو ژوند وژغوري.
د یادې امنیه قومندانۍ لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پېښه پرون ماسپښین د غزني ولایت د مرکز اړوند درېیمې امنیتي حوزې ته څېرمه د «پیرزاده» کلي کې هغه مهال رامنځته شوې چې د یو کور دوه ماشومان د سېلاب اوبو ته وغورځېدل.
سرچینه زیاتوي، چې نصیر احمد دواړه ماشومان ژغورلي خو خپله یې د سېلاب په اوبو کې ساه ورکړې.
د سرچینې په خبره، چې د نوموړي ځوان جسد له اوبو را ایستل شوی او کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو اورښتونو د هېواد بېلابېلو سیمو کې سېلابونه پېښ کړي چې ځای ځای یې مالي زیان ترڅنګ مرګ ژوبله هم اړولې ده.