د غزني درېیو ولسوالیو کې ۱۰ نوي ښوونځي ګټې اخېستنې ته وسپارل شول
د هېواد ښوونیز نظام پیاوړتیا لپاره په یو مهم ګام سره د غزنې ولایت درېیو ولسوالیو کې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰ ښوونځي ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.
دغه ښوونځي په اب بند، ګیلان او اجرستان ولسوالیو کې جوړ شوي.
د غزني سیمه ییزو چارواکو ویلي، یاد ښوونځي د یو مرستندویه بنسټ په مالي لګښت جوړ شوي چې په هر ښوونځي نږدې ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.
غزني ولایت مقام په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، هر ښوونځی شپږ درسي ټولګي، اداري خونه، د څښلو اوبو منظم سیسټم، سولري برېښنا، احاطې دېوال او نور اړین تجهیزات لري.
د سیمې اوسېدونکي د ښوونځیو جوړېدو ته خوښ دي او وایي، دغه ښوونځي به یادو ولسوالیو کې د ښوونې او رزونې کیفیت او ظرفیت لوړنې برخه مهم رول ولري.